روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا وایروس ۵۳ مثبتې پېښې ثتب شوې دي او په غه موده کې درې تنه له کرونا ناروغي مړه شوي او ۳۵ تنه نور بیا له یادې ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ تراوسه په ټول هیواد کې ۴۰ زره ۱۴۱ کسان په کرونا وایروس اخته او ۳۳ زره ۵۶۱ کسان بیا بېرته ترې رغېدلي دي.
دغه راز تراوسه په هیواد کې د کرونا ناروغۍ له کبله یو زر ۴۸۸ تنه مړه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)