کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قومندانان معرفي کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 میزان 1399 ساعت 10:25

افغان حکومت تېره ورځ په ۲۹ ولایتونو کې د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قومندانان معرفي کړل.



له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سلو ولسوالیو لپاره د نويو امنیه قومندانانو د معرفي کېدو په مراسمو کې ولسمشرغني، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله ویناوې وکړې.
خبرپاڼه لیکي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د خبرو پر مهال وویل، د یادو قومندانانو د ټاکلو لپاره د ولسمشر د فرمان له مخې یوه کمېټه ګومارل شوې وه او له ډېرو هڅو وروسته یې دغه سل بریدملان او افسران انتخاب او تثبیت رتبه شول.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشرغني دغو قومندانانو ته په خطاب کې وویل:
 تاسو د وسلوال پوځ د اعلی سر قومندان ملاتړ له ځانه سره لری خپلو دندو ته په یو نوې انګېزه لاړ شئ له عامو خلکو سره ښه سلوک وکړئ پر دښمن رحم مه کوئ.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الاافغاني مذاکراتو له پیل را ورورسته د دې پر ځای چې په جګړه کې کموالی راغلی وای جګړه نوره هم ډېره شوې ده او حکومت تازه سل تنه بریدملان او افسران د ولسوالیو د امنیه قومندانانو په توګه وګومارل.
 


د مطلب کود: 220898

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220898/حکومت-د-۱۰۰-ولسوالیو-لپاره-نوي-امنیه-قومندانان-معرفي-کړل

آوا
  https://www.avapress.com