دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 220899
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ایران ته روان شو
د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله نن(یکشنبې د تلې په ۲۷مه نېټه) د ایران په لور وخوځيد.

د ښاغلي عبدالله د رسنیو مسوول، مجیب الرحمن رحیمي وايي  ډاکتر عبدالله به ایران ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې ایراني چارواکو ته د افغانستان د سولې پروسې په اړه معلومات ور کړي.‎
ایران یو له هغه هېوادونو څخه دی چې په پرله پسې ډول یې د سولې پر اوسني بهیر نیوکې کړې دي.
عبدالله عبدالله په دې وروستیو کې د سیمې هېوادونو ته د سولې په تړاو سفرونه پیل کړي دي.
نوموړي شل ورځې مخکې پاکستان ته هم درې ورځنی سفر درلود چې په کې یې د دغه هېواد له لومړي وزیر، عمران خان، ولسمشر، عارف علوي او نورو چارواکو سره ولیدل او د سولې بهیر په تړاو یې ورسره بحثونه درلودل.
د دغه سفر په ترڅ کې پاکستاني چارواکو د افغان سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړی وو.
د پاکستان له سفره وروسته د تلې په ۱۵مه نېټه، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس هند ته ولاړ او څلور ورځې یې د دغه هېواد له چارواکو سره په لېدنو تېرې کړې.
ښاغلي عبدالله د هند له لومړي وزیر، نرندرا مودي سره ولیدل او هغه هم د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړ.
هند ته د عبدالله سفر په څرک کې د دغه هېواد چارواکو د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو هرکلی وکړ. هند وویل چې افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې په مانا ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1xd01w6d0ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته