د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردک پر خپل ټوېتر ويلي، چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتزل د يوه پلاوي په مشرۍ د طالبانو له هغه پلاوي سره ليدلې چې مشري يې ملا عبدالحق وثيق کوله.
د ډاکټر نعيم په خبره، دواړو لورو د افغانستان د سولې پر روانه پروسه په تفصيل خبرې کړې او د جرمني ځانګړي استازي د طالبانو دا دريځ ستايلی چې د جګړې پر ځای يې د سولې لاره غوره کړې ده.
د يادولو چې دوحه کې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پيل شوې، خو تر دې مهاله د مرکچي پلاوو تماس ډلې نه دي توانېدلي پر طرزالعمل توافق وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)