کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره یوه شپه او ورځ هېواد کې په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته څلور تنو خپل ژوند بایللی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 میزان 1399 ساعت 14:50

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۴۷۶ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۵۹ پایلې یې مثبتې وې.


د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، تخار، بغلان، پروان، فراه او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۲۰۰ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۵۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۶۱۴ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته څلورو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر  یو زر او ۴۹۲ تنو ته ورسېد.


د مطلب کود: 220939

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/220939/تېره-یوه-شپه-او-ورځ-هېواد-کې-په-کووېډ۱۹-ناروغۍ-اخته-څلور-تنو-خپل-ژوند-بایللی

آوا
  https://www.avapress.com