دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۶
د مطلب کود : 220956
طالبان: امریکايي ځواکونو د دوحې له تړونه سرغړونه کړې
وسله والو طالبانو تور لګولی، چې امریکايي ځواکونو په هلمند ولایت کې د بمباریو په کولو سره د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.
طالب ویندویانو رسنیو ته د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوحې تړون له مخې امریکايي سرتېري نه شي کولای له جنګي ساحو پرته په نورو ځایونو کې بمباري وکړي.
په افغانستان کې د دېره امریکایي ځواکونو ویاند سني لګېت تېره اوونۍ ویلي وو، دوی په هلمند ولایت کې وروسته له هغې هوايي بریدونه وکړل چې طالبانو پر افغان ځواکونو پراخ بریدونه پیل کړل.
لګېت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو چې بریدونه د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ میاشتې له موافقې سره سم شوي دي.
د لګېت په وینا افغان ځواکونه د اړتیا په صورت کې د امریکا تر دفاعي ملاتړ او پوښښ لاندې راځي.
د امریکایي ځواکونو دغه ویاند ویلي وو، په هلمند کې به د افغان ځواکونو د دفاع لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي.
خو طالبانو په تازه بیان کې ویلي امریکايي ځواکونو په نهرسراج، ګریشک، مارجې، نادعلي او ناوې ولسوالیو کې پر ځینو سیمو په بمباریو سره د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.
طالبانو یوه اوونۍ مخکې د هلمند د مرکز لښکرګاه او څو ولسوالیو پر هغو سیمو پراخ بریدونه پیل کړل چې د افغان ځواکونو تر واک لاندې وې او ځینې سیمې یې ونیولې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiye8muqe8hz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته