دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 220969
امريکا: که طالبان سرغړونې وکړي، هوايي بريدونه دوام کوي
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند وايي، که طالبان د دوحې له هوکړې خپلو سرغړونو ته دوام ورکړي، دوی به هم پر دغې ډلې خپلو هوايي بريدونو ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه څرګندونې له هغه وروسته کړې چې طالبانو په يوه اعلاميه کې امريکا د دوحې له هوکړې په سرغړونو تورنه کړې او ويلي يې دي، امريکا د دوحې هوکړې پر خلاف په غيرجنګي سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.
خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیت ويلي، دوی د دوحې له هوکړې سرغړونه نه ده کړې بلکې طالبانو په فراه او هلمند کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي او دوی له افغان ځواکونو د دفاع په هدف دغه هوايي بريدونه کړي دي.
لګېت زياته کړې، د طالبانو پر وړاندې به د امریکایي ځواکونو دغه ډول هوایي بریدونه دوام کوي.
نوموړي ويلي چې په هلمند کې د طالبانو بريدونو زرګونه خلک بې کوره کړي دي. د هغه په خبره، د امريکايي ځواکونه دغه ډول هوايي بريدونه به د دوحې هوکړې او ګډې اعلاميې پر بنسټ دوام کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9z0xnyt0xn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته