دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 220978
عبدالله: په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل د دولت لومړيتوب دی
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه د افغان دولت لومړیتوب دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې تېر ماښام په ایران کې د افغانستان په سفارت کې کړې دي.
نوموړي د دغې غونډې ګډونوالو ته د خبرو پر مهال وویل، افغان دولت به په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه جدي ګامونه پورته کړي او په خبره یې په دې تړاو یې له ایراني چارواکو سره هم خبري کړې دي.
نوموړي ویلي، له ایراني چارواکو سره یوې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې له دې وروسته افغان کډوال په قانوني توګه ایران ته تګ راتګ کوي.
هغه دغه راز په ایران کې افغان کډوالو ته د برښنایي تذکرو وېش د دغې هوکړې یوه برخه وبلله.
په ورته وخت کې په ایران کې د افغانستان سفیرغفور لېوال وایي، په ایران کې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي او په وینا یې د دوی ترټول لویه ستونزه د رسمي اسنادو نه لرل دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5z0xjyt0xn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته