ملي دفاع وزارت وایي، د میدان وردګو ولایت جلرېز ولسوالۍ کې د کمانډویي ځواکونو د عملیاتو پایله کې، هغه سرتیري چې د کوټې عشرو کمپ کې ګیر پاتې وو، وژغورل شول.
کمانډو ځواکونو «کوټې عشرو» کمپ کې د پوځ ګیرشوي سرتیري وژغورل
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 میزان 1399 ساعت 12:44
ملي دفاع وزارت وایي، د میدان وردګو ولایت جلرېز ولسوالۍ کې د کمانډویي ځواکونو د عملیاتو پایله کې، هغه سرتیري چې د کوټې عشرو کمپ کې ګیر پاتې وو، وژغورل شول.
دغه کمپ تېره چهارشنبه د طالبانو تر موټر بمب برید لاندې راغی، چې پایله کې یې څلور سرتیري ټپي شول. د دې کمپ سرپرست عبدالجبار په یو ویډیو کې ویلي و، د طالبانو محاصره کې راغلي، نه اوبه لري، نه ډوډۍ او نه کولی شي چې ټپيان روغتون ته ولېږدوي.
له دې وروسته ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د دغو سرتېرو ستونزې ته به ژر ورسیږي.
د مطلب کود: 220980