دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 220983
دفاع وزارت وايي، د جلریز «کوتي عشرو» کمپ سرتیري یې ژغورلي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د میدان وردګ ولایت د کوتي عشرو کمپ کې مېشت محاصره ملي اردو یې له محاصرې څخه ژغورلي دي.

دفاع وزارت نن دوشنبه اکتوبر۱۹(تلې۲۸) ویلي چې افغان کمانډو تېره شپه په جلریز ولسوالۍ کې پوځي عملیات کړي چې په وینا وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ ګڼ شمېر سیمې یې له هغوی«طالبانو» څخه پاکې کړي دي.
دفاع وزارت ویلي چې په یاد کمپ کې مېشتو سرتیرو ته یې په کافي اندازه پوځي مهمات او غذايي مواد هم رسولي دي.
اعلامیه کې راغلي:"افغان کمانډو د عملیاتو پرمهال د یاد کمپ په شااوخوا کې د وسله والو طالبانو پوستې له منځه وړل شوي او ګڼ شمېر وسله وال طالبان هم مړه شوي دي."
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې تر عملیاتو وروسته د ملي اردو د کوتي عشرو کمپ ټپي سرتیري هم د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوي دي.
دافاع وزارت زیاته کړې چې اوس په جلریز ولسوالۍ کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې د یاد کمپ یو قوماندان له مرکز کابل څخه د مرستې غوښتنه کوي.
نوموړي ویلي و چې څلور ملګرې د طالبانو ماین چاودنه کې ټپي شوي چې په وینا یې د لارې بندېدو له امله یې مرکز کابل ته نشي انتقالولی.
دفاع وزارت تېره ورځ وویل چې ډېر ژر به د دغه سرتیرو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoye8tuqe8hz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته