دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 221001
تېره یوه شپه او ورځ هېواد کې په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته پنځه تنو خپل ژوند بایللی
د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۵۲۳ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۸۷ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، ننګرهار، بامیان، دایکنډي، بادغیس، نیمروز، غزني، پروان و میدان‌وردګ ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۲۸۷ تنو ته ورسېد.


د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۴۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۷۶۰ تنو ته ورسېد.

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته پنځو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر  یو زر او ۴۹۷ تنو ته ورسېد.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg8b58rhb5gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته