د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې یې د داعش ډلې یو قاضي وژلی دی.
ملي امنیت ځواکونو ننګرهار کې د داعشیانو یو قاضي وژلی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 میزان 1399 ساعت 14:50
د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې یې د داعش ډلې یو قاضي وژلی دی.
د ملي امنیت اړوند د صفر ۲ قطعې خبرپاڼه کې چې نن (دوشنبه، ۲۸ تلې) خپره شوې راغلي، ځواکونو یې تیره شپه د جلال اباد ښار د نهمې ناحیه اړوند سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي دي، چې پر مهال یې د داعش ډلې یو تن قاضي او د اداري امر «امین» مشهور په «ابو معاویه» وژلی دی.
سرچینې زیاته کړې دغه راز یې د جلال اباد ښار د ۷مې ناحیې په اخندزاده ګانو کلي کې د داعش ډلې یو تن د پلان جوړولو غړی محمد نبي چې په «ایوبي» مشهور دی، ژوندی یې نیولی دی.
د مطلب کود: 221002