دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 221011
حیرتان بندر د سوداګرو پر مخ پرانیستل شو
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، د حیرتان بندر پرانیستل کېدل به د افغانستان او ازبکستان په سوداګریزو اړیکو مثبت اغېز وکړي.

رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه بندر له اته میاشتو تړل کېدو وروسته تېره ورځ ناوخته د افغان او ازبک سوداګرو او مسافرو پر مخ پرانیستل شو.
خو نوموړي وویل، لا هم په سرحدي ترمز ښار کې یې د کرونا ویروس ازموینه کېږي او هغه کسان چې ازموینه‌یې مثبته وي، ازبک مأموران‌یې د درملنې لپاره ترمز ښار کې قرنطین کوي او همالته‌يې درملنه کېږي.
د حیرتان بندر چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ مهم سوداګریز بندر بلل کېږي، د کرونا ویروس له خپرېدو وړاندې پرې په ورځني ډول سلګونه په سوداګریزو توکو بار موټرو تګ راتګ کاوه.
د راپورونو په اساس د کرونا ویروس له خپرېدو وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کلني ډول د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په اندازه سوداګریزه راکړه ورکړه کېده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccssqis2bqix8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته