د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره لیدلي.
د راپورونو له مخې په دې لیدنه کې د ایران ولسمشرعبدالله عبداالله ته ډاډ ورکړ چې ایران د تل په څېر له افغانستان سره هر راز همکارۍ ته تیار دی.
راپورونه وایي، دواړو لورو د ایران او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو بحث کړی.
د سرچینې په خبره، عبدالله عبدالله په ایران کې د افغانستان د کډوالو د ستونزو پر حل د ایران له ولسمشر حسن روحاني نورو لوړ پوړو چارواکو سره خبري کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)