دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۲۰
د مطلب کود : 221022
ملګرو ملتونو په غور ولایت کې تر سره شوی موتر بم برید غندلی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې د پرونی موتر بم برید کلکه غندنه کړې، چې له لسګونه کسانو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.

نوموړي په ډاګه کړې، چې هغه د افغانستان په غور ولایت کې د پولیسو پر مرکز برید بې ګټې بولي او غندنه یې کوي.
لومړني راپورونه ښیې، چې په دغه موتر بم چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او په لسګونه نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپیان شوي دي.
د ملګلرو ملتونو په اعلامیه کې دا هم راغلي: هغه څوک، چې دا ډول جرمونه کوي باید محاسبه ور سره وشي.
نوموړي د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواشیني څرګنده او ټپيانو ته یې د پوره روغتیا هیله کړې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewz8wwjh8w7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته