دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 221045
د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو غونډه؛
د افغانستان د دولت او طالبانو د تماس ډلو یو ځل بیا پرون ماخوستن په قطر کې سره ولیدل، خو په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

د افغان دولت او طالبانو پلاویو تأييد کړه چې د دوشنبې په ماښام (د تلې په ۲۸مه) يې له یو بل سره ولیدل.
پر هڅو سربېره تر اوسه د رسمي مذاکراتو د پیل په اړه هېڅ خبر نه‌شته.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري چې اوس‌مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې ده، ازادي راډیو ته په لېږلي پیغام کې تأیید کړه چې په پرونۍ غونډه کې بیا هم د اختلاف پر مواردو خبرې وشوې.
ناجیه انوري
هغې زیاته کړه: "د افغانستان د اسلامي جمهوريت او مقابل لوري پلاویو د تماس ډلو یو شمېر غړو د دوشنبې په ماښام غونډه درلوده او د اختلاف پر مسایلو یې خبرې وکړې او نظر یې تبادله کړ. ټاکل شوې ده دا بحث دوام ومومي."
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دواړو لورو درېیو-درېیو کسانو د دوشنبې په ماښام سره ولیدل او توافق‌یې وکړ چې د اختلاف موارد باید ډېر ژر حل او فصل شي.
د دولت او طالبانو د پلاوي غونډه په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې ډګر تود شوی.
د افغانستان سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په هدف د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله سفرونه هم دوام لري.
د دې اوونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د ایران مشرتابه له ښاغلي عبدالله سره د لیدو پر مهال ډاډ ورکړ چې دوی د افغانستان لپاره د منلو وړ او تلپاتې سولې ملاتړ کوي.
عبدالله عبدالله د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره ولیدل
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۸مه) له عبدالله عبدالله سره د لیدو پر مهال وویل چې هیله لري د افغانستان د سولې هڅې نتیجه ورکړي.
د روحاني په وینا ایران د داسې سولې ملاتړ کوي چې په‌کې د افغانستان لاسته راوړنې خوندي شي.
د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شمعخاني سره په یوه بله غونډه کې عبدالله عبدالله وویل چې په افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده.
شمعخاني هم وویل چې ایران په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د هېواد د لاسته راوړنو او ګټو د خوندیتوب ملاتړ کوي.
عبدالله عبدالله د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شمعخاني سره ولیدل
پاکستان او هندوستان ته تر سفر وروسته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله درېیم سفر ایران ته په داسې حال کې دی چې تاوتریخوالی نه‌دی کم شوی او په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه په هلمند او بدخشان کې د همدې اوونۍ پر مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې نښتې وشوې.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ایران ته د سفر پر مهال وویل چې د تاوتریخوالي دوام افغانانو ته د منلو وړ نه‌دی.
ښاغلي عبدالله وویل: "د افغانانو یوه غوښتنه هم دا ده چې د مذاکراتو پر مهال د جګړې دوام د منلو وړ نه‌دی. دوهم په مذاکراتو کې باید انعطاف وي او د اسلامي جمهوري افغانستان لوری په همدې عزم او اراده د خبرو د بریالۍ کولو په هدف قطر ته تللی او خپل لازم انعطاف‌يې ښودلی او دا انعطاف‌يې له مقابل لوري هم غوښتی دی."
ایران ته د عبدالله عبدالله د سفر پر مهال د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا په دې هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده.
 
ښاغلي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي چې د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې بهیر ته زیان اړولای شي. د ده په وینا، پر دې سربېره چې د تاوتریخوالي پر کمولو یو ځل بیا ټینګار وشو، نن بیا هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه غمجنوونکې ده.
د افغانستان مرکچي پلاوی چې د سپټمبر له ۱۲مې د قطر په پلازمېنه کې دی، له طالبانو اوربند غواړي.
تر اوسه خبرې له اختلافاتو نه‌دي راوتلي. طالبان وايي، باید په افغانستان کې د جګړې پر عواملو خبرې وشي. له دې هر څه سره یو لوری هم د اختلافاتو د مواردو په اړه تفصیلي خبرې نه‌کوي او په اړه‌یې وضاحت نه‌ورکوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxve8iuqe8yz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته