د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم وایي، په دې ناسته کې پر افغان سوله، د طالبانو او امریکا د سولې تړون پر پلي کېدو او د افغانانو پر خپلمنځي خبرو او نورو اړوندو مسایلو خبرې وشوې.
دغه لیدنه وروسته ترهغه کېږي چې امریکا او طالبانو پر یو بل تور ولګاوو چې د دوحې تړون یې مات کړی او له دغه تړون یې سرغړونه کړې ده.
امریکایي ځواکونو څو ورځې وړاندې په هلمند او فراه کې پر وسلهوالو طالبانو هوایي بریدونه وکړل چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شو او امریکا یې د دوحې د تړون پر ماتولو تورنه کړه.
خو امریکایي چارواکو د طالبانو دغه تورونه رد کړل او ویې ویل، دا بریدونه د دوحې له تړون سره سم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الاافغاني مذاکراتو د پیل تر یوې میاشتې زیات وخت کېږي خو لا هم دغه دواړې ډلې کومې پرېکړې ته نه دې رسېدلي او په هیواد دننه د جګړې میدان ګرم روان دی او هره ورځ د مرګژوبلې خبرونه خپرېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)