دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 221057
حکمتیار د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره ليدلي او په افغانستان کې يې د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.

په دغه ليدنه کې شاه محمود قريشي خبرداری ورکړی چې يو شمېر کړۍ د افغانستان د سولې پروسه کې تخريبکارانه رول لوبوي او بايد له ځيرکۍ کار واخيستل شي.
دغه راز په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو په لا پياوړتيا خبرې کړې دي.
قريشي هيله څرګنده کړې چې د سولې خبرو په پايله کې افغانستان کې دواړه لوري يوې بنسټيزې هوکړې ته ورسېږي.
قريشي ويلي، چې د افغان سولې دواړه اړخونه بايد تاوتريخوالی د پام وړ کم کړي او اوربند ته لاره هواره کړي.
د قريشي په خبره، افغان مشران بايد د سولې لپاره له دې رامنځته شوي فرصت په ښه ډول ګټه واخلي.
د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتیار تازه په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpsqim2bqix8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته