د تخار ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیت امر راز محمد دوراندیش له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
د تخار د امنیت امر له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 میزان 1399 ساعت 11:06
د تخار ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیت امر راز محمد دوراندیش له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلیل اسیر وایي، دغه پېښه تېره ورځ د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ نښته روانه وه.
نوموړی وايي، په دغه نښته کې د پولیسو د امنیت امر په ګډون د هغه څو نور ساتونکي وژل شوي دي.
اسیر زیاته کړه، اوی مهال سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې او په خبره یې وسلهوالو طالبانو ته یې هم درنه مرګژوبله اړولې ده.
د مطلب کود: 221129