دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 221153
کندهار کې د ملي اردو پر مرکزه دوه موټربم بریدونه شوي
دکندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز نن سهار ۲ موټربم ځانمرګي بريدونه شوي او وروسته وسله‌واله نښته پیل شوې چې لاهم جګړه روانه ده.

د ملي اردو دغه مرکز د شاه‌ وليکوټ ولسوالۍ له مرکز څخه ۲۰ کيلو ميتره واټن کې د زنګيتان په سيمه کي موقعیت لري.
په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر پېښه تائيدوي خو وايي چي وروسته به يې په اړه بشپړ معلومات له رسنيو سره شريک شي.
د کندهار يوه امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږته وويل چې وسله‌والو ځانمرګو بريد کوونکو لومړی د مازدا ډوله موټر او د حاموي ټانک په وسيله بریدونه کړي دي.
سرچينې وويل چي تر بريدونو ورورسته د وسله والو بريد کونکو او د ملي اردو د سرتيرو ترمنځ نښته پيل شوې چي لاهم دوام لري.
هغه زیاه کړه: "هدف ته تر رسيدو مخکي د ملي اردو سرتيرو پرې بريد وکړ چې چاودنې يو په بل پسې رامنځ ته شوې تلفات شته".
وسله‌والو طالبانو د شاه وليکوټ د بريدونو په اړه کومه تبصره نده کړې.
شاه وليکوټ د کندهار له نا امنه ولسواليو څخه ده چي کندهار له اروزګان او زابل ولايتونو سره نښلوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjive8tuqe8vz.b,fu.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته