دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 221174
افغان حکومت وايي طالبانو یوه میاشت کې ۱۸۰ ملکیان وژلي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو په تیرو ۲۸ ورځو کې څه باندې ۱۱۶۰ یرغلیز بریدونه کړي چې په کې ملکي وګړو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د چهارشنبې به ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) رسنیو ته په یو استول شوې ویډیو کلیپ کې ویلي چې د طالبانو په دغو بریدونو کې ۵۵۵ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
هغه زیاته کړه چې له دې شمېرې ۱۸۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي. ښاغلي ارین په دغو بریدونو کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د طالبانو په دغو بریدونو کې د ماین۱۷۰ چاودنې او ۱۰ ځانمرګي بریدونه شامل دي.
دغه وزارت د طالبانو دا بریدونه "نه بخښونکی او جنګي جنایت" بللی او ټینګار یې کړی چې "افغان نظامیان به په ټول قوت سره د طالبانو او د هغوی د همکارانو" دغو بریدونو ته ځواب ووايي.
ښاغلي ارین زیاته کړې چې افغان ځواکونو د طالبانو د یرغلیزو بریدونو په ځواب کې د دغې ډلې ۸۴۰ جنګیالي وژلي، ۳۸۵ تنه یې ټپیان کړي او ۴۰ نور یې ژوندي نیولي.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې په ۲۶ ولایتونو کې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۶ طالبان هغه مهال ووژل شول او ۳۹ نور ټپیان شول چې د افغان ځواکونو پر پوستو یې بریدونه وکړل".
د افغانستان د دفاع وزارت د اعلامیې په اساس دغه بریدونه په ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، کاپیسا، کابل، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، کندهار، ارزګان، هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بلخ، هلمند، نیمروز، کندز او تخار ولایتونو کې شوي دي.
وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmsqi02bqis8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته