دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 221380
کابل کې زرګونه دیني عالمانو د جګړې د ژر ختمولو غوښتنه وکړه
په کابل کې څه باندې درې زرو دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د جګړې د ختمیدو او د سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه.
دا غونډه نن یکشنبه د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه.
دغو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه نا روان وبلله او د جګړې له دواړو خواوو یې وغوښتل چې خپلو دریځونو کې نرمښت راولي او جګړه ختمه کړي.
د کابل د عبدالرحمان جومات خطیب مولوی عبدالسلام عابد په خپلو خبرو کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو وغوښتل چې د سولې لپاره لاسته راغلی فرصت نه د جګړې ختمولو لپاره ګټه واخلي او نور د هیوادوالو د وژل کیدو مخه ونیسي.
هغه وویل د حکومت او طالبانو په ګډون د افغانستان ټول وګړي د بهرنیانو د وتلو او اسلامي نظام د جوړښت پلوي دي.
ښاغلي عابد د وویل دواړو خواوو ترمنځ اختلافونه سلیقوي او د واک لپاره دي او باید چې نور د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د ولس وینې تویې نشي.
همداشان بل دیني عالم حبیب الله حسام وویل افغانان باید د خپلو ستونزو ختمولو لپاره په ګډه کار وکړي او د بهرنیانو د خیر په تمه کینني.
هغه له افغان دولت او طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرې د قران او نبوي سنت پر اساس پر مخ بوزي او د امریکایانو پر تړونونو باور ونه کړي.
دغو عالمانو د دواړو ټیمونو ترمنځ د اختلافونو له منځه وړلو لپاره د منځګړیتوب اعلان هم وکړ.
دیني عالمان وویل دوی چمتو دي چې د جګړې دواړو خواوو سره د سولې راوستلو لپاره همکاري وکړي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې په وروستیو څو اونیو کې په هیواد کې د  جګړې شدت زیات شوی او هره ورځ لسګونه کسان وژل کیږي.
پرون په کابل ښار کې د یوه ښوونیز مرکز مخې ته ځانمرګی برید وشو، چې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw8b5grhb5fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته