کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفارت له شارژدافیر سره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کتنه

4 عقرب 1399 ساعت 20:39

کابل – د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر، په کابل کې د امریکا د متحده ایالتو شارژدافیر ښاغلي روز ویلسون سره وکتل.


په پیل کې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په تېرو  ۱۹ کلونو کې له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو د خلکو او دولت د دوامدارو مرستو او همداراز، له افغان سولې بهیر څخه د هغه هېواد د ملاتړ له کبله مننه وکړه.
ښاغلي اتمر د سولې خبرو اترو کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې، د دې بهیر د بریا لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په جوړولو او دوام ټينګار وکړ. نوموړي همداراز، په ټول افغانستان کې د هر اړخیز اوربند او تاوتریخوالي کمولو د اهمیت، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې او د دوامدارې سولې د تأمین لپاره د مهموارزښتونو  په توګه د دغو لاسته راوړنو د اهمیت په هکله خبرې وکړې.
همداشان، ښاغلی اتمر او سفیر ویلسون د تاوتریخوالي کمولو، د تاوتریخوالي د کمولو څارنې لپاره د یو درې اړخیز میکانیزم جوړولو او په بریاليتوب سره د سولې خبرو د پای ته رسولو په هکله مفصلې خبرې وکړې.
د خبرو په دوام، دواړو لورو د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان، متحده ایالاتو او مرکزي آسیا هېوادونو تر منځ د درې اړخیزو هوکړو د پلي کېدو د لارنقشې او د مرکزي آسیا له نورو هېوادونو سره د دا ډول جوړښتونو د رامنځ ته کیدلو او پراختیا په  تړاو هم خبرې وکړې.
دوی په ځانګړې توګه، زیربنايي پروژو ته اشاره وکړه چې د سیمې هېوادونه سره نښلوي او د مرکزي او سويلي آسیا هېوادونو تر منځ پیوستون لازیات پراخوي. دواړو لورو د یادو پروژو د تمویل په هکله، د امریکا متحده ایالاتو او مرکزي آسیا هېوادونو تر منځ د تیفا هوکړه لیک په ګډون؛ د شته مالي همکاریو د جوړښتونو څخه د اسفادې په هکله خبرې وکړې.
د لېدنې په پای کې، دواړو لورو د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو پر لازیاتې پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ. ښاغلي ولسن ښاغلي اتمر ته له افغانستان سره د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ او همکاریو او د روانې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په اړه د جنیو جوړېدونکي کنفرانس کې د امریکا متحده ایالاتو د ګډون په هکله ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 221381

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/221381/په-افغانستان-کې-د-متحده-ایالاتو-سفارت-له-شارژدافیر-سره-بهرنیو-چارو-سرپرست-وزیر-کتنه

آوا
  https://www.avapress.com