دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 221411
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ کې اوربند ټینګ شوی
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ لانجمنه سیمه کې بشردوستانه اوربند ټینګ شوی دی.
که څه هم پرون یکشنبه بریدونو دوام درلود، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د اذربایجان او ارمنستان حکومتونو په ګډه اعلامیه کې وویل چې دواړه لوري اوربند ته ژمن دي.
دغلته د څلورو اونیو راهیسې شخړې پيل شوي او دا دریم ځل دی چې د پای ته رسېدو لپاره یې اوربند اعلانېږي.
دا ګډه اعلامیه وروسته له هغه خپرېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ورځ واشنګټن کې د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټویټر د دغه اوربند مبارکي ورکړې او لیکلي یې دي: "د ارمنستان صدر اعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف ته د اوربند د مراعاتولو د هوکړې مبارکي وایم."
د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر جګړه شاوخوا میاشت وړاندې ونښته چې تراوسه په کې دواړو خواوو ته نږدې زر کسان وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqq9xqak9xt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته