کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره یوه شپه او ورځ هېواد کې ۱۰۴ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او څلور ناروغان مړه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 عقرب 1399 ساعت 15:54

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۴۳۱ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۰۴ پایلې یې مثبتې وې.


د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، تخار، کندوز، نیمروز، غزني، زابل او ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۹۳۷ تنو ته ورسېد.د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۱ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۱۵۰ تنو ته ورسېد.دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته څلورو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر  یو زر او ۵۱۸ تنو ته ورسېد.


د مطلب کود: 221424

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/221424/تېره-یوه-شپه-او-ورځ-هېواد-کې-۱۰۴-تنه-په-کووېډ۱۹-ناروغۍ-اخته-څلور-ناروغان-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com