دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 221486
خوست کې موټربم حمله؛ تر اوسه ۳ تنه وژل شوي او ۳۷ ټپیان دي
د خوست په بریدونو کې تر اوسه ۳ تنه وژل شوي او ۳۷ تنه ټپیان دي.
نن د سې شنبې ورځې سهار نږدې شپږ بجې د ځانګړو پولیسو پر قطعې برید پیل شوی او اوس هم روان دی.
ځینو امنیتي سرچینو ویلي، چې تر اوسه ۴ بریدګر وژل شوي او ۲ نورو بریدګرو د له منځه وړلو لپاره عملیات روان دي.
د پولیسو ځانګړې قطعه د خوست ښار جنوب لوري کې مجاهد څلور لارې ته نږدې پرته ده او مخکې کلونو کې په دې ودانیو کې د ولایت مقام و.
د خوست د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر سخي سردارمشال راډیو وویل، چې ولایتي روغتون ته ۳۳ ټپیان او د ځانګړو پولیسو د منسوبینو ۳ جسدونه لېږدول شوي دي.
ده وویل، د ټپیانو له ډلې لس تنه ولسي خلک دي.
د ډاکټر سخي سردار په وینا د پيښې د قربانیانو شمير په ډېریدو دی، ځکه یو شمېر خلک د لویدلو کوټو او ودانیو تر چتونو لاندې شوي دي.
دی وايي، په ټپیانو کې د ۲ تنو روغتیايي حالت نازک او پاتې ټپيان ښه دي.
د خوست د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمد وویل، د خوست ښار یو شخصي روغتون ته هم د بریدونو له سیمې ۴ ټپیان او یو مړی وروړل شوی، چې په ټپیانو کې ۲ تنه ملکي وګړي دي.
سره له دې چې د خوست ولایت د رسنیو دفتر هم ساعت په ساعت د پېښې په اړه رسنیو ته مالومات لېږي، خو مالومات د بدلون په حال کې دي.
وسله والو طالبانو ویلي، چې د پېښې په اړه د مالوماتو په راغونډولو بوخت دي او وروسته به رسنیو ته مالومات ورکړي.
بېګاه هم د خوست ښار د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته نږدې هم چاودنه وشوه، چې یو کس په کې ووژل شو او ۸ نور په کې ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې امنیتي ځواکونو څلور بریدګر وژلي او د دوو نورو د وژلو هڅه کوي.
ښاغلی ارین زیاتوي چې په برید کې ۱۶ پوځيان او نهه ملکي وګړي ټپیان دي او دوه کسان وژل شوي دي.
په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي، د نښتو له پیل مخکې دوو زورورو چاودنو خوست ښار ولړزاوه.
د دې برید مسؤلیت تراوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivzarqt1ar52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته