دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 221512
عمران خان: د فرانسي ولسمشر پر اسلام برید کړی
د پاکستان لومړی وزیر د فرانسې پر ولسمشر په نیوکې سره وايي چې هغه پر اسلام برید کړی دی.
عمران خان ویلي د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون د اسلام پیغمبر ته منصوب کارټونونو په ستایلو سره د اسلام دین سپکاوی کړی دی.
په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر یو ځل بیا د خپل فرانسوي سیال ایمانویل میکرون د رواني معاینې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغه د مېلیونونو انسانانو مذهب ته سپکاوی کړی دی.
د یوه فرانسوي ښوونکي له خوا د اسلام پیغمبر ته د منصوبو کاریکاټورونو له نندارې د فرانسې د ولسمشر د ملاتړ په غبرګون کې، د پاکستان لومړي وزیر هم دغه کار په غوسه کړی دی.
عمران خان په خپل ټوېتر پاڼه لیکلي دي چې ولسمشر مکرون قصداً د نړۍ د مسلمانانو احساسات راپارولي دي.
د فرانسې د ولسمشر دغه څرګندونې په ډېریو هېوادونو کې له هغې ډلې په پاکستان کې د لاریونونو لامل شوی دی.
په پاکستان کې د سیاسي مخالفانو ډیموکراټيک ایتلاف رییس مولانا فضل الرحمان وايي:«موږ غواړو چې هغوی ته ووایوو چې مسلمانان سوله غوښتنې ټولنه، لومړۍ کرښه د سولې بیرغ لېږدونکي دي. خو ستاسو دا ناپاک اقدامات کولای شي د خدا د پیغمبر په دفاع کې هغوی د افراط پالنې په لور وهڅوي.»
ورته مهال د ترکیې ولسمشر ښاغلی مکرون لارې ورکی خطاب کوي او وايي چې هغه له مېلیونونو انسانانو سره د خپل چلند له امله باید رواني معاینه شي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي:«ولسمشر امانویل مکرون خپله لاره ورکه کړې ده. هغه په داسې حال کې چې د خپل د خوب په ځای کې پروت دی، خو ویښ دی. مکرون واقعاً باید رواني معاینه شي.»
دا شخړې له هغې وروسته پورته کېږي چې د تاریخ یو ښوونکي سامویل پټي، څو ورځې مخکې له هغې وروسته کله چې په یوه ټولګي کې یې پيغمبر ته منصوب کاریکاټورونه وښودل، د یوه اتلس کلن چیچني وګړي له خوا یې سر پرې کړل شو. خو د فرانسې ولسمشر د سامویل پټي له دغه کاره دفاع وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizzarrt1arw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته