دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 221532
ملي دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد ۲۲ ولایتونو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې شوې ده.
په تېرو څه کمو دوو اوونیو کې تر ډېره په کابل، هلمند، نیمروز، میدان وردګ، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، فاریاب او نن خوست کې د تاوتریخوالي د دوام له امله پوځیانو او مُلکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د کورنیو چارو نوماند وزیر وايي هغه موکه چې د افغانستان خلکو د سولي په برخه کې طالبانو ته ور کړې، د دغې ډلې له لاسه وځي.
د کورنیو چارو نوماند وزیر مسعود اندرابي په دې اړه وايي:«طالبانو هغه بریدونه چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پیل کړي دي د دې څرګندوي کوي، هغه فرصت چې د افغانستان خلکو د دوی لپاره ورکړی چې مذاکره او سوله ده هغوی ته ژمن نه دي.»
 
خو شاوخوا اووه میاشتې وړاندې کله چې امریکا له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه، زلمي خلیل زاد د دې هوکړې له لاسلیک کېدو لس ورځې وروسته له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې طالبانو ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به تاوتریخوالی کموي چې د اوربند د ټینګښت زمینه برابره شي.
   
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد  څرګندوي:«پر ښارونو باید برید ونه کړي، د ټولو ۳۴ ولایتونو پر مرکزونو بریدونه نه دي.»
خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی یوازې له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده او له دولتي ځواکونو سره، سوله جلا هوکړې ته اړتیا لري.
       
ولسي جرګه غړی ګل احمد نورزاد وايي:«له بده مرغه چې د بریدونو له زور اخیستو سره د سولې په هکله د افغانستان د خلکو هیلې په ناهیلۍ د بدلېدو په حال کې دي.»
په داسې حال کې چې هېوادوال په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره سیاسي هڅې تر اوسه اغېزناکې نه ګڼي، خو واشنګټن په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره د ډېپلوماټيکو هڅو د دوام ډاډ ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي:«د امریکا متحده ایالتونه هند ته د یوه څلور اړخیز همکار په توګه قایل دي؛ څه د هند، امریکا، اسټرالیا او جاپان څلور اړخېزې خبرې وې، څه په سیمه ییزو مسایلو همکاري، د افغانستان د سولې د بهیر بریالي کول او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې به ګډ کار وي.»
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس  جیشنکر هم وویل:«موږ څرګنده کړې چې له پولې اخوا ترهګري په هېڅ صورت د منلو نه ده. د افغانستان په تړاو، د هند ګټه د دغه هېواد په امنیت او ټیکاو کې ده. او دې موخې ته د رسېدو لپاره له نړیوالو هڅو سره مرستې ته زموږ لېوالیتا څرګنده ده.»
که څه هم خلک په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پایلې ته په تمه دي، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو استازي د یوې نیمې میاشتې په تېرېدو سره نه دي توانېدلي چې په دوحه کې د سولې اصلي مذاکرات پېل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcae6nuu49num1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته