دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 221552
ولسي جرګې د نفوسو د احوال ثبتونې د قانون د تعدیل طرحه په غوڅ اکثریت سره تصویب کړه.
په دې طرحه کې لیکل شوي چې د دولتي کار کوونکو، متقاعدینو، معلولینو او د شهیدانو د کورنیو معاشونه او حقوق د پخوانۍ کاغذي تذکرې له مخې ورکړل شي.
حکومت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د برښنایي پیژندپاڼې له شتون پرته دولتي کار کوونکو ته معاشونه نه ورکوي.
د دې طرحې دویمه برخه کې همدا شان ویل شوي چې په برښنایي پیژندپاڼو کې به نوم، د پلار نوم، د نیکه نوم، د زیږیدلو ځای، د زیږیدلو نیټه، اصلي او اوسني د اوسیدو ځایونه ولیکل شي.
تر دې وړاندې په پیژندپاڼو کې د افغان کلمه، د دین او د قوم نومونه هم لیکل کیدل.
ددې طرحې له مخې به د پیژندپاڼو د ویش بهیر د نوې طرحې تر اجرایی کیدو پورې درول کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpsqii2bqip8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته