دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 253110
اسلامي امارت د ملکیانو د وژني ادعاوي ردوي
په پنجشیر، اندراب او تخار کي د اسلامي امارت د ځواکونو او مقاومت جبهي نومي وسله والو ترمنځ د جګړي د رپوټونو له خپريدو وروسته د مقاومت جبهي ادعا وکړه، چي په دغو سیمو کي ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
افغان غږ خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس)، اوس د ملي روغي جوړي د عالي شورا د مخکیني رییس عبدالله عبدالله په ګډون مارشال دوستم، محمد کریم خلیلي، محمد محقق او ځینو سیاسي څيرو په دي تړاو غبرګون ښودلی دی.

عبدالله عبدالله ویلي دي، چي د انحصار او حذف سیاست هيواد د کړکيچ پر لور بیایي او له نړيوالو بنسټونو غواړي چي په دي تړاو بي پري څيړني وکړي.

د عبدالرشیم دوستم په مشري جنبش ګوند او ځینو نورو سیاستوالو، عبدالرب رسول سیاف،محمد کریم خلیلي او محمد محقق په دي تړاو ورته غبرګونونه لرلي دي.

خو اسلامي امارت په دغو سیمو کي ملکیانو ته د مرګ ژوبلي اوښتل ردوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:اسلامي امارت د هغو کسانو په هکله چي بغاوت درلود او امنیت یي اخلال کاوه چاڼیز عملیات یي ترسره کړل چي په سلګونه تنه تسلیم شول او وسلي، تجهیزات او وسایط یي د اسلامي امارت لاس ته ولويدل؛ مُلکي کسان نورمال وضعیت لري. هغه رپوټونه او شایعات چي په دي هکله خپريږي هغه موږ په جدي توګه رد وو.

##اسلامي_امارت ##عبدالله_عبدالله ##مقاومت_جبهه ##اندراب ##تخار ##مارشال_دوستم ##کریم_خلیلی ##محمد_محقق ##سیاف ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه

https://avapress.com/vdchzxniv23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته