دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 253168
د حجاب په تړاو د ۱۵هيوادونو بهرنیو چارو وزیرانو اعلامیه
د امریکا او بريټاني په ګډون د اروپايي هيوادونو ۱۳ بهرنیو چارو وزیرانو په یوي ګډي اعلامیه کي د حجاب په اړه د اسلامي امارت وروستۍ پريکړه د بشر د حقونو محدوديدل ګڼلي دي.
افغان غږ خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس)، په دي اعلامیه کي له اسلامي امارته غوښتل شوي چي، پر ښځو د محدودیتونو لګول ودروي او پر هغو خپلو پريکړو چي، د نجونو او ښځو حقونه محدودي، بیا کتنه وکړي.

له دي سره سم، د افغان نجونو او ښځو په چارو کي د امریکا ځانګړي استازي له دویچه ویله سره په مرکه کي پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو ډيريدل د انديښني وړ بللي دي.

د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړي استازي رینا امیري څرګندوي:په خواشینۍ سره چي، پر افغان ښځو د محدودیتونو لګول د پراخيدو په حال کي دي او دا په بشپړه توګه سیستماټيک دي. او لکه څنګه چي، یوي افغان ښځي راته ویلي، وضعیت ښه نه ښکاري. هغي ویلي، داسي انګيري چي، طالبان د ښځو پر وړاندي جنګيږي او زما په نظر دا هغه څه دي چي، باید وڅيړل شي. په افغانستان کي ښځي داسي احساس کوي چي، د اوسنیو حاکمانو له لوري کلابند شوي دی.

خو اسلامي امارت بیا په هيواد کي پر ښځو د محدودیت مساله ردوي او سرپرست حکومت د ټولو افغانانو د حقونو ساتندوی ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:موږ دا ډول ادعاګاني او ګنګوسي چي د ښځو د حقونو د پښو لاندي کيدو په هکله خپريږي رد وو؛ اسلامي امارت د هيواد د ټولو وګړو د حقونو ساتونکی دی.

تر دي مخکي د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو که چيري کابل د افغان نجونو او ښځو په تړاو خپله کړنلاره بدله نه کړي؛ نو واشنګټن به پر کابل فشارونه ډير کړي.

##اسلامي_هیوادونه ##ښځي_حجاب ##امریکا ##اسلامي_امارت ##طالبان ##اعلامیه ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه
##افغانستان_خبرونه ##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه

https://avapress.com/vdcaienua49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته