کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ښووني او روزني ته د نجونو لاسرسی د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه اساسي اړتیا ده

26 ثور 1401 ساعت 14:40

په افغانستان کي د نرسنګ د ورځي په مناسبت، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي کولو دفتر (OCHA) مشر په ټویټ کي لیکلي چي "ثانوي او عالي ښوونځیو ته لاسرسی د نجونو او ښځو بنسټیز حق دی او د افغانانو اساسي اړتیا ده. "


افغان غږ خبری آژانس (آوا)، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) مشري ایزابیل موسارډ کارلسن نن (دوشنبه د غويي ۲۶مه) په خپل ټويټر لیکلي چي د نن ورځي زده کوونکي د سبا ډاکټران، نرسان، ښوونکي او انجینران دي. باید تعلیمي محدودیتونه لیري شي.

هغي زیاته کړه: ثانوي زده کړو او ليسي ته لاسرسی د نجونو او ښځو اساسي حق دی او د افغانانو یوه اساسي اړتیا ده.

د يادوني وړ ده، چي طالبانو کابل ته له ننوتو راهيسي د نجونو د منځنيو او ليسو د ښوونځيو دروازي تړلي دي او له هغه راهيسي نږدي ۲۵۰ ورځي کيږي.

##ښوونه او روزنه ##نجوني ##افغانستان راتلونکي ##طالبان ##اوچا ##کابل ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه


د مطلب کود: 253214

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253214/ښووني-او-روزني-ته-د-نجونو-لاسرسی-افغانستان-راتلونکي-لپاره-یوه-اساسي-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com