دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 253214
ښووني او روزني ته د نجونو لاسرسی د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه اساسي اړتیا ده
په افغانستان کي د نرسنګ د ورځي په مناسبت، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي کولو دفتر (OCHA) مشر په ټویټ کي لیکلي چي "ثانوي او عالي ښوونځیو ته لاسرسی د نجونو او ښځو بنسټیز حق دی او د افغانانو اساسي اړتیا ده. "
افغان غږ خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس)، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) مشري ایزابیل موسارډ کارلسن نن (دوشنبه د غويي ۲۶مه) په خپل ټويټر لیکلي چي د نن ورځي زده کوونکي د سبا ډاکټران، نرسان، ښوونکي او انجینران دي. باید تعلیمي محدودیتونه لیري شي.

هغي زیاته کړه: ثانوي زده کړو او ليسي ته لاسرسی د نجونو او ښځو اساسي حق دی او د افغانانو یوه اساسي اړتیا ده.

د يادوني وړ ده، چي طالبانو کابل ته له ننوتو راهيسي د نجونو د منځنيو او ليسو د ښوونځيو دروازي تړلي دي او له هغه راهيسي نږدي ۲۵۰ ورځي کيږي.

##ښوونه او روزنه ##نجوني ##افغانستان راتلونکي ##طالبان ##اوچا ##کابل ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه

https://avapress.com/vdccs1qi02bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته