دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 253235
ازبکستان د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي
د ازبکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر ولادیمیر نوروف څرګنده کړي، چي تاشکند به د روان زيږدیز کال د جولای په پای کي د افغانستان په اړه د یوي لوړي کچي نړیوال کنفرانس کوربه وي.
افغان غږ خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس)، ولادیمیر نوروف زیاته کړي، چي دا نړیوال کنفرانس به د سیمي د امنیت، سیاسي ثبات او ټولنیز-اقتصادي پرمختګ راوڅرخیږي.

نوموړي ویلي؛ له بده مرغه مونږ د دي هيواد( افغانستان) وضعیت ته د نړیوالي ټولني د پام کمښت وینو؛ وضعیت ستونزمن دی، اقتصادي بحران او ستونزمن بشري وضعیت د سیمي امنیت او ثبات اوس هم ننګوي.

تاشکند ټایمز راپور ورکړی، چي نوروف احساس کړی، چي نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اوسني او راتلونکي مسوولیت په غاړه واخلي او په دغه هيواد کي د ستونزو د حل لپاره مرستي رواني وساتي.

د دغه راز نړیوال کنفرانس په اړه تر دي دمه اسلامي امارت څه ندي ویلي؛ خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تيره ورځ ټویت کړی، چي د افغانانو کورني مسایل پر افغانانو پوري اړه لري او که څوک د افغانستان له سیاسي جوړښت سره تړلیو مسایلو په اړه ملاحظه لري؛ باید له افغانستان سره ګډه همکاري او د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره هڅي وکړي.

##ازبکستان ##افغانستان ##نړیوال_کنفرانس ##ذبیح_الله_مجاهد ##اسلامي_امارت ##تاشکند ##سیاسي  ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه
##افغانستان_خبرونه ##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه

https://avapress.com/vdcfmmd0tw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته