دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 253391
افغان زده کوونکو ته  د ویش لپاره ۳۸ میلیونه جلده کتابونه چاپ سوي
د افغانستان لپاره د یونیسف مشر ډاکټر محمد ایویا سویل ختیځ زون ته په سفر کې ویلي، چې په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو د درسي کتابونو کمښت ستونزې هواري لپاره یې د جاپان او اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ ۳۸ میلیونه جلده کتابونه چاپ کړي، چې د نوموړي په وینا اوس مهال یې د ویش لړۍ هم پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس)، ډاکټر ایویا همدا راز منلې، چې اوس مهال افغان ماشومان د زده کړو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د نوموړي په خبره چې د هواري لپاره به یې یونیسف کوټلي ګامونه واخلي.

هغه وویل: «مونږ د یونیسف له اړخه د افغان زده کوونکو اوسني وضعیت ته اندېښمن یو او تمه لرو، چې د دوی د زده کړو په برخه کې شته ټولې ستونزې هوارې شي. مهمه خبره چې د زیري په ډول یې مونږ افغان زده کوونکو ته لرو، هغه داده چې اوس مهال مو د چاپان او د اسیا پراختیايي بانک په همکاري ۳۸ میلیونه جلده کتابونه چاپ کړي او د ویش لړۍ یې هم دوام لري.»

نوموړي د درسي کتابونو ترڅنګ په ځینو ولایتونو کې د لېرې پرتو ولسوالیو او سیمو نجونو او هلکانو ته د سیمه ييزو ټولګیو د جوړېدو خبر هم ورکړ. هغه وویل د لوګر، پکتیا، پکتیکا سربېره په شمال، ختیځ او جنوبي ولایتونو کې هغو زده کوونکو ته په سیمه ييزه کچه د زده کړې اسانتیاوې برابرې شوي، چې اوس مهال ښوونځیو ته لاس رسی نه لري.

د نوي تعليمي کال له پیل دوه میاشتې پوره کیږي، خو د طالبانو له لوري لاهم د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې بندې دي او لایې هم په اړه قاطع تصمیم نه دی نیول شوی. د طالبانو دغه پرېکړه په کور دننه او بهر له سخت غبرګونونو سره مخ شوې او غوښتنه ترې کوي، چې له ځنډ پرته ټولو د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

##کتابونه ##ملګری_ملتونه ##ښوونځي ##طالبان ##اسلامي_امارت ##تعلیمي_کال ##اسیا_پراخبیايي_بانک ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه
##افغانستان_خبرونه ##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه

https://avapress.com/vdci3parzt1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته