کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له بندیزونو لګولو سره سره د سوریې انساني حالت ته د اهمیت ادعا ریا ده

31 ثور 1401 ساعت 11:12

یواړخیزو بندیزونو هم داشان په دې وروستیو کلونو کښې په سوریې کښې اقتصادي او انساني کړکیچونه زیات کړې دي.


افغان غږ خبری آژانس (آوا)، ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي وویل چې د سوریې په خلکو باندې د یواړخیزو بندیزونو له لګولو سره هممهاله د دغه هیواد سختو انساني حالاتو ته د اهمیت ورکولو ادعا له ریا ډک کار دی.

مجید تخت روانچي پرون د امنیت شورا په غونډه کښې په سوریه کښې د انساندوستانه موضوعاتو په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې زیاته کړه: د سوریې په هکله د هر ډول نوښت ملاتړ باید د دغه هیواد له خوا وشي او په کښې د سوریې د واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا احترام وشي.

دغه جګ پوړي ایراني سفارتکار د سوریې د خلکو حالت ته په اشارې سره وویل: بهرنۍ لاسوهنه، ترهګري او څه باندې د یوې لسیزې نیواک د سوریې د خلکو ژوند د تباهۍ په لور ټیل وهلی دی.

تخت روانچي څرګنده کړه چې یواړخیزو بندیزونو هم داشان په دې وروستیو کلونو کښې په سوریې کښې اقتصادي او انساني کړکیچونه زیات کړې دي.

هغه ټنیګار وکړ چې په روانو حالاتو کښې له سوریې سره انساني مرستې ډیرې ضروري دي او نه دي پریښودل پکار چې سیاسي حالات د انساني مرستو مخه ونیسي.

##سوریه ##انساني_حالت ##بندیزونه ##اقتصادي ##انساني_کړکیچ  ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه
##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه


د مطلب کود: 253444

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253444/له-بندیزونو-لګولو-سره-د-سوریې-انساني-حالت-ته-اهمیت-ادعا-ریا-ده

آوا
  https://www.avapress.com