کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي هیوادو ته د بیزو ناروغي ډیروالي

1 جوزا 1401 ساعت 9:17

له بیزوګانو څخه انسانانو ته د راليږديدلي چیچک یا مونکي پوکس نښي نښاني تر دي دمه اروپايي هیوادونه او استرالیا کي لیدل شوي.


افغان غږ خبری آژانس (آوا) – مانیتورینګ، د رویټرز د څرګندونو له مخي؛ مونکي پوکس یا د بیزو تڼاکه انساني تڼاکي ته ورته ده. دا ناروغي د کلونو راپدیخوا د نړۍ په ډيرو برخو کي له منځه تللي او کومه نوي پيښه یي ثبت شوي نه وه؛ خو په وروستیو کلونو کي په تيره بیا د کرونا ویروس له خپريدو وروسته د دغه ویروس د خپريدو په اړه انديښني زیاتي شوي دي.

لابراتوار څيړني ښیي، چي د چیچک دغه ویروس پر انسانانو سربيره موږکانو او سویو یا خرګوشانو ته خپريدی شي. د چیچک د دغي نومول شوي ناروغۍ انساني بڼه په لومړي ځل په ۱۹۷۰ کلونو کي لیدل شوي وه. په۲۰۰۳ کال کي د امریکا روغتیایي چارواکو په د دي ویروس یوه پيښه ثبت کړي ده.

د مونکي پوکس یاد د بیزو ګانو د تڼاکي لومړنۍ نښي نښاني تبه، سر درد، د عضلاتو درد، د ملا درد، د لنفاوي غدو پړسوب، ريږديدنه او ستړیا احساسول دي.

د پوستکي التهاب او پړسوب هم رامنځته کیدی شي. شوني ده، چي لومړی په مخ کي مخکي له دي، چي د بدن نورو برخو ته خپور شي؛ پیلیږي او په پای کي دا یو پوټکی جوړوي او غورزیږي.

##روغتیا_نړیوال_سازمان ##چیچک ##بیزوګان ##پوستکي_پړسوب ##جرمني ##اسپانیا ##سویډن ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه


د مطلب کود: 253482

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253482/اروپايي-هیوادو-ته-د-بیزو-ناروغي-ډیروالي

آوا
  https://www.avapress.com