کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سمنګاني: د "ملا اختر محمد منصور" د وژل کېدو تلین عمومي رخصتي نه ده!

1 جوزا 1401 ساعت 9:37

د ځینو اوازو په ځواب کې، د طالبانو د اسلامي دولت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د طالبانو د پخواني مشر اختر محمد منصور د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت د خلکو رخصتي رد کړه.


افغان غږ خبری آژانس (آوا) - کابل: سمنګانی پرون شنبه د (ثور ۳۱مه) په یوه ټویټ کې د ځینو آوازو په غبرګون کې لیکلی، چې د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو د تلین په مناسبت د یکشنبې په ورځ (جون ۱) عمومی رخصتی ده. د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا اوازې ردوي.

د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور پ همدي ورځ د ایران او پاکستان ترمنځ پر لاره د امریکايي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شو. له هغه وروسته طالبانو ملا هبت الله اخندزاده د «اسلامي امارت» د مشر په توګه وټاکه.

تر دې مخکې طالبانو د افغانستان د اسلامي امارت د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر د مړینې په مناسبت د ثور پر څلورمه عمومي رخصتي اعلان کړې وه او د هغه د درناوي لپاره یې په کابل کې لوی مراسم نیولي وو. د ذبیح الله مجاهد په وینا ملا محمد عمر د نري رنځ له امله مړ شوی دی.

##ملا_اختر_محمد_منصور ##ملا_محمد_عمر_مجاهد ##تلین ##کابل ##ذبیح_الله_مجاهد ##ایران ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه


د مطلب کود: 253483

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253483/سمنګاني-د-ملا-اختر-محمد-منصور-وژل-کېدو-تلین-عمومي-رخصتي-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com