دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 253604
د فقر او لوږې خپرېدل؛ که بحران کابو نه شي، جرمونه به زیات شي
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې له بې وزلۍ او بېکارۍ شکایت کوي. دوی زیاتوي چې اوسنۍ بې وزلي او بېکاري بې ساري ده. خو ټولنپوهان په دې باور دي چې که د بېوزلۍ مخه ونه نیول شي، د امنیت او جنايي ننګونو لامل به شي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره سیګار د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) په حواله ویلي چې تر ۲۰۲۲ کال پورې به په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

 سیګار څو ورځې وړاندې (یکشنبه، د غبرګولي ۸مه) په یوه ټوېټ کې ویلي وو، چې که ژر تر ژره اقدام ونه شي، په افغانستان کې به یو میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ او د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

 دې ادارې په یوه بل ټویټ کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۲.۸ میلیونو افغانانو له ډلې چې د خوړو له خوندیتوب سره مخ دي، ۸،۷ میلیونه یې د قحطۍ په څېر له خطر سره مخ دي.

 خو یو شمېر کابل ښاریان په هېواد کې د بې وزلۍ له زیاتوالي او د کار له نشتوالي شکایت کوي. خادم حسین د کابل یو تن اوسیدونکي؛ افغان غږ خبری آژانس ته وویل، "په هیواد کې د "اسلامي امارت" له جوړېدو مخکې، کار او بار یو څه ښه و. خو اوس کار نشته.

د پلازمېنې دغه اوسېدونکي له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د خلکو بې وزلۍ او بېکارۍ ته جدي پاملرنه وکړي او زیاته یې کړه: که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، خلک به اړ شي چې د لوږې له امله خپل د بدن غړي او ماشومان وپلوري.

 قیوم؛ یوه کارګر وویل: «زه ټول ژمی وزګار وم چې پسرلی پیل شي، خو اوس له څو میاشتو راهیسې کار نشته.

په همدې حال کې محمد امان احمدي؛ د پوهنتون استاد او ټولنیز ساینس پوه افغان غږ خبری آژانس ته وویل: "موږ په هیواد کې د ژور اقتصادي بحران شاهدان یو، او که دا اوسنی وضعیت اداره نشي، دا به یقینا د هیوادوالو لپاره بدې پایلې ولري."

 نوموړي په هېواد کې د غلاوو او ناامنیو د زیاتوالي لامل بې وزلي او بې روزګاري وبلله او زیاته یې کړه: که اسلامي امارت غواړي په هېواد کې امنیت ټینګ کړي، لومړی باید خلکو ته خواړه ورکړي.

د يادونې وړ ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته زياترو دولتي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د بهرنيو مرستو په بندېدو سره بېوزلي زياته شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcfxmd0jw6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته