دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 253666
د میدان وردګو مرکزي ښوونځی پرانیستل شو
مولوي کرامت الله اخندزاده؛ د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د میدان وردګو ولایت د مرکزي ښوونځي ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیسته او په مراسمو کې یې وویل، چې دغه دیني مدرسه به خلکو ته د اسلامي زده کړو په برخه کې با کیفیته خدمات وړاندې کړي
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چهار شنبې په ورځ، د جوزا ۱۱ مه مولوي کرامت الله اخندزاده؛ د میدان وردګو ولایت د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د میدان وردګو ولایت مرکزي ښوونځی پرانیست.

 دغه مراسم چې د دغه ښوونځي د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوي وه، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معين او د ميدان وردګو ولايت د پوهنې يو شمېر نورو مسوولينو خبرې وکړې او د دغه ښوونځي د جوړېدو موخې او اهميت يې بيان کړ.

 د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معين په خپلو خبرو کې د دغه ښوونيز مرکز پرانيستل د پوهنې وزارت له لومړيتوبونو څخه وبلل او ويې ويل: دغه ديني مدرسه به د ديني زده کړو په برخه کې با کيفيته خدمات وړاندې کړي.

 خو په هېواد کې د "اسلامي امارت" له جوړېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

 خو د «اسلامي امارت» مشرانو په وار وار د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو ژمنه کړې ده. خو تر اوسه نجونې نه دي توانېدلي چې خپلې زده کړې بېرته پیل کړي.

 د يادونې وړ ده چې په بلخ ولايت کې د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شوي دي او په اسلامي حجاب سره خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcd9s0x9yt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته