کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امام خمینی (رح) لومړنی هدف د مسلمانانو یووالی و

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مزارشریف , 14 جوزا 1401 ساعت 9:52

په مزارشریف کښې د خاتم الانبیاء (ص) د مدرسي مشر وویل د امام خمینی (رح) لومړنی هدف د مسلمانانو یووالی وو او د هغه سیاست به تر قیامته دوام کوی او مونږ ټول باید پوه شو چې موږ ټول د دې ستر واکمن پوروړي یو.


آوا - بلخ: حجت الاسلام عیسی رحیمی؛ په مزار شریف کښې د خاتم الانبیاء(ص) د مدرسي مشر د امام خمینی(رح) د وفات د ۳۳مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کښې وویل: امام خمینی(رح) د نړۍ په سطحه ستر شخصیت وو چې په اسلامی نړۍ یې ژوندی کړ.
هغه وویل د امام خمینی (رح) یو هدف د مسلمانانو یووالی و او د هغه الهی سیاست به تر قیامته دوام کوی او باید پوه شو چې مونږ ټول د دغه ستر مقام پوروړی یو.
 
حجت الاسلام رحیمی زیاته کړه: د مسلمانانو د وحدت ټینګول د امام خمینی (رح) لومړی هدف دی څو سنی او شیعه یو له بل سره متحد شی. که نه نو د اسلام او مسلمانانو دښمنان به د اسلامي امت ټول مادي او معنوي زیرمې ټوټې ټوټې او لوټ کړي.
 
هغه وویل: امریکا چې د اسلام د دښمنانو په سر کښې ده غواړی مسلمانان ووژنی او په اسلامی هیوادونو حملې وکړی . خو امام خمیني (رح) اسلامي ټولنې ویښ کړه او د دښمن دسیسې او پروپاګند یې د مسلمانانو په وړاندې افشا کړل.
 
دغه دیني عالم زیاته کړه: یوازې د امام خمیني (رح) د شخصیت د ستاینې علت په مختلفو ټولنو کښې د هغه ستر مقام، سالمه رهبري او پوره اخلاص دی.
 
هغه وویل: امام خمینی(رح) یوازې په مسلمانانو پورې اړه نه لری. بلکې دا د نړۍ د ټولو ازادو، ازادۍ غوښتونکو او مظلومو خلکو پورې اړه لري، ځکه چې د امام شخصیت انسانيت، ازادي غوښتونکی او مظلوم و.
 
آغلې ګلبهار علمي؛ د خاتم الانبیاء دینی مدرسې یو استاد هم وویل چې امام خمینی (رح) د مسلمانو ښځو او نارینه وو لپاره نمونه ده او د امام د شخصیت د نمانځلو هدف د اسلام او مسلمانانو لپاره د هغه د هلو ځلو ساتنه او پوهه ده.
 
د یادولو وړ ده چې هر کال د امام خمیني (رح) د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ د بیلابیلو اسلامي هیوادونو مسلمانان په ځانګړې توګه د افغانستان خلک د هغه د شخصیت د یادولو په خاطر مراسم ترسره کوي.
 


د مطلب کود: 253731

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253731/د-امام-خمینی-رح-لومړنی-هدف-مسلمانانو-یووالی

آوا
  https://www.avapress.com