دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 253767
د امریکا ځانګړي استازي په ابوظبي کمپ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د ابوظبۍ په کمپ کې له یو شمېر افغان کډوالو سره وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبۍ په کمپ کې له مېشتو افغان کډوالو او یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.
 
دا غونډې په داسې حال کې کېږي چې د یوشمېر کارپوهانو په باور امریکا په سیمه کې د خپل تسلط د پراخولو په لټه کې ده او غواړي یو ځل بیا افغانستان د خپلو ګټورو ستراتیژیو لپاره ځای پر ځای کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې توماس ويسټ سيمې ته د خپل دوره يي سفر په ترڅ کې د تاجکستان، ازبکستان او هند له مشرانو سره هم د افغانستان پر وضعيت خبرې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcfvmd0ew6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته