کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست بامیان ته سفر وکړ

خبرگزاری صدای افغان(آوا) بامیان , 14 جوزا 1401 ساعت 14:43

د اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴ مه) بامیان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مخورو او دیني عالمانو سره یې وکتل.


آوا - بامیان: د اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) بامیان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مخورو او دیني عالمانو سره یې وکتل.

د باميان د والي وياند عبدالصبور فروزان سيغاني د افغان غږ خبری آژانس ته وويل: "نن سهار د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد يعقوب مجاهد باميان ته سفر وکړ او هلته يې له مخورو، علماوو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل.

د باميان د والي وياند وايي، دغه ولايت ته د ملا محمد يعقوب مجاهد د سفر موخه د باميان د امنيتي وضعيت څېړل دي.

ښاغلي سیغاني د اسلامي امارت د دفاع د وزیر لیدنه او د امنیتي مسایلو په اړه د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره خبرې اترې د اسلامي امارت د دغه لوړ پوړي چارواکي د سفر بل هدف وباله.

خو د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي د باميان ولايت امنيتي وضعيت ښه وباله او ويې ويل چې په دغه ولايت کې هېڅ امنيتي ستونزه نشته او د ناامنۍ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د بامیان ولایت د بېلابېلو سیاحتي ځایونو په لرلو سره سږ کال هم د یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو کوربه دی او د بامیان والي ډاډ ورکړی چې د دغه ولایت ټولې سیمې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره خوندي دي.
 
 


د مطلب کود: 253770

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253770/د-اسلامي-امارت-دفاع-وزارت-سرپرست-بامیان-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com