کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان مهاجرین د ایران او افغانستان د ولسونو تر منځ د یووالي، ورورولۍ او دوستۍ د پیاوړتیا په شعار سره د دماوند څوکې ته ورسیدل.

خبرگزاری صدای افغان(آوا) تهران , 15 جوزا 1401 ساعت 14:56

په ایران کې د افغان مهاجرینو غره ختونکي او طبیعت ډلې د «وطن» په نوم د ایران او افغانستان د ولسونو تر منځ د یووالي او پیوستون د پیاوړتیا په شعار سره د دغه هیواد تر ټولو لوړه څوکه «دماوند» فتحه کړه.


آوا - تهران: د غره ښویدنې او طبیعت سیاحت د ډلې ښوونکی او د افغان مهاجرینو د کراټې بورډ غړی شیر محمد خلیلي چې له خپلې ډلې سره یې د دماوند څوکې فتحه کړې، د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل: طبیعت ګروپ د دوهم ځل لپاره زما هیوادوال وتوانید چې د دماوند څوکۍ ته وخیږي.

د هغه په ​​وينا، د دغې څوکې له فتحې کولو څخه يې موخه د ايران او افغانستان د دوو ملتونو ترمنځ د يووالي، ورورولۍ، دوستۍ او نيکمرغۍ پياوړتيا وه.

خليلي د آوا له خبريال سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ او زياته يې کړه، چې د دماوند څوکې ته پورته کېدل او له هغې څخه بېرته راستنېدل شاوخوا ٢٢ ساعته وخت و، چې له دې جملې څخه يې يواځې ١٢ ساعته په واورو کې وو او دوى د ډېرو سختيو په زغملو سره دغه څوکه فتحه کړه.

د وطن د غره ختلو او طبيعت ډلې ښوونکي وايي چې تر اوسه يې ډېرې څوکې فتحه کړې دي چې په هغو کې د عالم کوه، سبلان او د تهران شاوخوا نورې ټيټې څوکې لکه توچل، کالکوچل او نورې شاملې دي.

د یادولو وړ ده چې د دماوند څوکه چې ۵۶۱۰ متره لوړوالی لري د ایران له طبیعي ویاړونو څخه ده چې د البرز د غره په لمن کې او د کسپین سمندرګي په جنوب کې موقعیت لري
دغه څوکه د غره ختونکو په منځ کې ځانګړی شهرت لري او هر کال په زرگونو غره ختونکي د هغې د فتح کولو هڅه کوي.
 


د مطلب کود: 253826

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253826/افغان-مهاجرین-د-ایران-او-افغانستان-ولسونو-تر-منځ-یووالي-ورورولۍ-دوستۍ-پیاوړتیا-په-شعار-سره-دماوند-څوکې-ته-ورسیدل

آوا
  https://www.avapress.com