دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 253873
د اقتصادي کمیسیون دوه ویشتمه غونډه / د افغانستان بندرونه به ورغول شي
د هېواد اقتصادي کمېسیون له dpworld سره د بندرونو د عصري کولو او د توکو د صادراتو د اسانه کولو په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد کمیسیون ۲۱ مه غونډه د دئیس الوزرا د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ په کابل کې جوړه شوه.
 
په دې غونډه کې کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وشوه، چې شپږ ګډې پروژې چې رياست يې له اقتصادي کمېسيون څخه د لومړنۍ منظورۍ غوښتنه کوي، وړاندې کړي.
 
همدارنګه اقتصادي کمیسیون د dpworld په نوم له یوه شرکت سره د بندرونو د عصري کولو او د افغانستان د صادراتو د اسانتیا په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
 
په دې غونډه کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې ته هم اجازه ورکړل شوه چې د حيرتان اورګاډي د خدماتو پروژې د نوي قرارداد لپاره داوطلبۍ وکړي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د رېل پټلۍ چارواکي وايي چې د حيرتان اورګاډي بشپړ مسووليت بايد د افغانستان پر غاړه وي او د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له نورو شرکتونو سره تړونونه لاسليک کړي.
 
د یادونې وړ ده چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او واردات او صادرات تر ډېره له بندرونو او ځمکنیو لارو څخه کېږي. د اورګاډي پټلۍ د سوداګریزو توکو د لیږد او اقتصادي پراختیا لپاره د هیواد ترټولو مهم انتخابونه دي.
 
https://avapress.com/vdcd5s0xsyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته