دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 253885
د اسیا جام سیالیو په لړ کې به افغانستان له هانګ کانګ سره مخامخ شي
د اسيا جام د غوراوي سيالۍ دوه ورځې وروسته پيلېږي، چې افغان ملي لوبډله په خپله لومړۍ لوبه کې له هانګ کانګ سره مخامخ کېږي.
افغان غږ خبری آژانس، د دغو سیالیو په دوام به د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ (جوزا ۱۸ مه) له هانګ کانګ سره لوبه وکړي.
 
دا لوبه به د هند په کلکته ښار کې د افغانستان پر وخت مازدیګر څلور بجې ترسره شي.
 
افغانستان په اسیايي جام کې د هانګ کانګ، هند او کمبودیا په شان په ګروپ کې دی.
 
دا لوبه په داسې حال کې کېږي چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د ویتنام په وړاندې په تیاریو کې ۲-۰ ماتې وخوړه.
 
https://avapress.com/vdcg7w9xnak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته