دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 253962
د برشنا پخوانی رئیس هېواد ته راستون شو
د اړیکو د کمیسیون ویاند؛ امان الله غالب د برشنا پخواني رئیس هېواد ته د راګرځیدو خبر ورکړ. هغه وايي چې د دغه کمېسیون کار روان دی او په راتلونکو ورځو کې به ډېر کسان هېواد ته راستانه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: احمدالله وثیق; د اسلامي امارت د افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون ویاند وایي چې امان الله غالب؛ د برشنا پخوانی رئیس د دغه کمیسیون په هڅو هېواد ته راستون شوی دی.

هغه زیاته کړه چې موږ ورته ښه راغلاست وایو او د هغه له تجربو او مشورو څخه به کار واخلو.

د ښاغلي وثیق په وینا، د افغان شخصیتونو د راستنېدو لړۍ روانه ده او په راتلونکو ورځو کې به ډېر کسان هېواد ته راستانه شي.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت مشرانو د «افغان شخصیتونو د تماس کمیسیون» په نوم یو کمیسیون جوړ کړی چې موخه یې د هغو شخصیتونو او اشخاصو د بیرته راګرځولو هڅه ده چې د تحولاتو پر مهال له هیواده وتلي دي.

تر اوسه د دغه کمیسیون له لارې د تېر حکومت یو شمېر شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcce1qii2bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته