کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ایران کې د اورګاډي د چپه کیدو له امله ۹۱ تنه مړه او ټپیان شوي دي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) مشهد مقدس , 18 جوزا 1401 ساعت 14:50

د ایران په مرکزي ښار طبس کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.


آوا - مقدس مشهد: نن چهارشنبه د جوزا ۱۸ مه، د ایران د جنوبي خراسان ولایت د سرې میاشتې د مرستې او ژغورنې ادارې مشر د مشهد – یزد د مسافر وړونکي اورګاډي د ۸ ګاډو د چپه کیدو خبر ورکړ.
 
پېښه نن سهار ۵:۳۰ بجې د مشهد – یزد پر لاره د طبس په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د طبس ښار په مزینو تمځای کې یو روان ریل ګاډی له پټلۍ واوښت.
 
مجتبی خالدی د ایران د بیړنیو خدماتو د ادارې ویاند ویلي دي: «په پیښه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي، په پیښه کې د یو شمیر ټپیانو حالت نازک ښودل شوی او ټپیان د بیړنیو ځواکونو له خوا د تبس ښار د شهید مصطفی خمیني روغتون ته وړل شوي دي. "
 
مير حسن موسوي؛ د ایران د اورګاډي د مسافر وړونکې بیړۍ مرستیال هم د مشهد – یزد اورګاډي د پټلۍ د چپه کیدو د علت په اړه وویل: د لومړنیو راپورونو له مخې د مشهد – یزد د ریل ګاډي د پټلۍ د چپه کیدو لامل د اورګاډي د اورګاډي ټکر وو.
 


د مطلب کود: 253994

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253994/په-ایران-کې-د-اورګاډي-چپه-کیدو-له-امله-۹۱-تنه-مړه-او-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com