کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د اعتراضونو لړۍ دوام لري

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 18 جوزا 1401 ساعت 15:00

په اندونیزیا کې د افغان کډوالو لاریونونه دوام لري. جاکارتا ته د استرالیا د نوي صدراعظم له سفر سره سم، پناه غوښتونکو یو ځل بیا د خپلې بدبختۍ په اعتراض کې لاریون وکړ.


آوا، په اندونیزیا کې د افغان کډوالو لاریونونه دوام لري. د اسټرالیا د نوي لومړي وزیر د جاکارتا په سفر سره، پناه غوښتونکي یو ځل بیا د استرالیا د سفارت مخې ته راغونډ شوي ترڅو د خپلې بدبختۍ په اړه احتجاج وکړي.
 
دغه پناه غوښتونکي د دوشنبې په ورځ (د جوزا  ۱۶ مه) د اندونیزیا په سورابایا کې د استرالیا د قونسلګرۍ مخې ته راټول شول.
 
 هغه کسان چې له کلونو راهیسې په اندونیزیا کې بند پاتې دي غواړي هغه هیوادونو ته ولیږدول شي چي کډوال مني.
 
اندونیزیا د کډوالو د برزخ په توګه پیژندل کیږي، او په وروستیو کلونو کې څو تنو پناه غوښتونکو د ناڅرګندتیا او نا امیدۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 253996

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253996/په-اندونیزیا-کې-د-افغان-کډوالو-اعتراضونو-لړۍ-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.com