دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 254018
د بلخ د پولیسو په لیکو کې د ښځو د ګمارلو بهیر پیل شوي؛ ١٤٣ ښځې ګمارل شوي
د بلخ د پولیسو د جلب او جذب قوماندان وايي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم د بلخ ولایت د پولیسو په لیکو کې د ښځو د استخدام بهیر پیل شوی او اوس هم په مزارشریف کې یو شمېر ښځینه پولیسې په دندو بوختې دي.
افغان غږ خبری آژانس - بلخ: "اسلامي امارت" د افغانستان تر کنټرول وروسته هڅه کوي چې دولتي خدمات عادي او منظم او مسلکي امنیتي او دفاعي ارګانونه جوړ کړي.
 
د اشرف غني په تېښته سره د جمهوري نظام سقوط یو ستر داخلي، سیمه ییز او نړیوال بدلون و چې د هېواد د ملکي او نظامي ارګانونو ټول کارکوونکي په کې دننه او بهر وویشل شول.
 
"اسلامي امارت" واک ته له رسېدو وروسته په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د ښځو له کمښت سره مخ شو او په تېر حکومت کې ټولو ښځینه سرتېرو له وېرې خپلې دندې پرېښودې. خو په دې وروستیو کې اسلامي امارت د پولیسو په لیکو کې د ښځو استخدام بیا پیل کړی دی.
 
بلخ په تېر حکومت کې د افغانستان یو له مهمو ولایتونو څخه و، چې ۱۵۰ ښځینه پولیسې درلود چي ددي سره په ټول هیواد کي ۵۰۰۰ ښځینه پولیسې په کار ګمارل شوي وه.
 
مولوي باز محمد حذیفه؛ د بلخ د پولیسو د جلب او جذب قوماندان وايي: د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم د بلخ د پولیسو په لیکو کې د ښځو د استخدام بهیر پیل شوی او اوسمهال په مزارشریف کې یو شمېر ښځینه پولیسې په دندو بوختې دي.
 
هغه د بلخ ولايت د پوليسو په ليکو کې د ۱۴۳ ښځو د ګومارلو اعلان وکړ او ويې ويل: د بلخ په امنيه قوماندانۍ کې ګمارل شوې ښځې په بېلابېلو څانګو کې په کار بوختې دي او د دغو مېرمنو ډېره برخه په تېر حکومت کې د پوليسو په ليکو کې وې.
 
مولوي حذیفه ومنله چې د ښځینه پولیسو د استخدام اسناد بشپړ شوي او مرکز ته استول شوي ترڅو دغه میرمنې منظم معاشونه ترلاسه کړي.
 
حسین نادري؛ په مزارشريف کې د ټولنيزو چارو يوې کارپوهې افغان غږ خبری آژانس ته وويل: په اردو او پوليسو کې د ښځو شتون د يو هېواد لپاره اړين دی او دا چې طالبانو د پوليسو په ليکو کې د ښځو ګمارنه پيل کړې، ډېر ښه کار دی.
 
هغه وويل، د حکومتولۍ ميکانيزم په اسلام کې د ښځو له شتون سره کومه ستونزه نه لري. په هر حال دا چې چارواکي په تېر وخت کې په مالي او اخلاقي فساد کې ککړ وو، د ښځو لپاره د اسلامي شريعت د مراعاتولو لپاره د ناامنۍ فضا رامنځته کړې وو او په اوسني حکومت کې د تېر حالت د له منځه وړلو تمه کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د مزارشريف ښاريان د پوليسو په ليکو کې د ښځو د ګمارنې د پروسې د پيل هرکلى کوي او وايي، چې د پوليسو په ليکو کې د ښځو شتون د کورونو په پلټلو، د ښځو د پلټنې او د ښځينه مجرمينو په نيولو کې ګټور دى.
 
https://avapress.com/vdcfyjd0cw6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته